د هېواد د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني، شمالي ولایتونو ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د بغلان ولایت د دهنهغوري ولسوالۍ د سړک جوړولو له پروژې څخه لیدنه وکړه.
د ټولګټو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، ملا محمد عیسی ثاني د یوه تخنیکي پلاوي په ملتیا د یادې پروژې د ساختماني چارو بهیر وڅېړه او د کارونو د پرمختګ په اړه یې د مسؤلینو راپور واورېد.
نوموړي د پروژې د کیفیت د ساتنې، د تخنیکي معیارونو د رعایت او د چارو د لا چټکتیا په موخه اړوندو مسؤلینو ته لازمې لارښوونې وکړې.
د دهنهغوري سړک د جوړولو پروژه د بغلان ولایت د ترانسپورټي اسانتیاوو د پراختیا، د سیمې د اوسېدونکو د تګ راتګ د اسانتیا او د اقتصادي فعالیتونو د ودې لپاره یوه مهمه پروژه بلل کېږي
سرچینه : ټولګټو چارو وزارت

