دفاع وزارت وايي، د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د توپچي مدیریت له درې میاشتني مسلکي کورس څخه ۱۷۰ تنه منسوبین تر نظري او عملي زدهکړو وروسته فارغ شوي دي.
د یاد وزارت په وینا، په دغو فارغانو کې ۱۰۰ تنه د «ډي سي» توپ، ۱۵ تنه د زغروالو ټانکونو، ۱۵ تنه د غرني هاوان، ۲۰ تنه د منځني هاوان او ۲۰ تنه د «اېس پي جي ۹» په برخو کې مسلکي روزنه ترلاسه کړې ده.
د فراغت په مراسمو کې فارغانو د نظام له مشرتابه سره خپله ژمنتیا څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د هېواد په هره برخه کې د اسلامي نظام د دفاع او ساتنې لپاره چمتو دي.
دفاع وزارت زیاتوي چې د مسلکي پوځي زدهکړو او روزنې دا ډول پروګرامونه د خپلو منسوبینو د پوځي وړتیاوو د لوړولو او هغوی ته د لا مسلکي زدهکړو ورکولو په موخه ترسره کېږي.
سرچینه : دفاع وزارت

