د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت وايي د تدارکاتو کمېسیون د بدخشان په شغنان، د میدانوردګو په چک او د کندوز په قلعهذال ولسوالیو کې د درېیو جامع روغتیايي مرکزونو د جوړولو پروژې منظورې کړې دي.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند حمدالله فطرت وایي، دغه پروژې د تدارکاتو کمېسیون په وروستۍ غونډه کې تصویب شوې او ټولیز لګښت یې ۲۰۸ میلیونه افغانۍ کېږي چې د اسلامي امارت له بودجې ورکول کېږي.
د دغو مرکزونو له جوړېدو سره به د یادو ولسوالیو اوسېدونکو ته د لومړنیو روغتیايي خدمتونو زمینه برابره شي.
په جامع روغتیايي مرکزونو کې د میندو او ماشومانو روغتیا، واکسین، د عامو ناروغیو تشخیص او درملنه، لومړني لابراتواري خدمات، د خوارځواکۍ درملنه او بېړنۍ روغتیايي پاملرنه وړاندې کېږي.
مسعود عربزی

