کونړ ولایت کې ګڼ شمیر ماشومان د خپلو کورنیو لپاره د حلالې نفقي پیدا کولو په موخه د اسداباد ښار په بیلابیلو برخو کې په درندو کارونو باندې بوخت دي
په کونړ ولایت کې اوسمهال داسې ماشومان شتون لري چې د خپلې کورنۍ سرپرستي ورترغاړې ده چې له خپلې وسې پورته درندو کارونو ته يې اوږه ورکړې
په دغو ماشومانو یو هم ۱۳ کلن رومان دی چې له ډیرې ناچارۍ درندو کارونو ته يې مخه کړې ده
رومان وايي مجبوره دی چې په دې کوچني ځان خپلې کورنۍ ته نقه پیدا کړي
که څه هم رومان له یاده کاره ستړی دی خو لدي پرته بله چاره ځکه نلري چې د خپلې ۱۸ کسیزیزې کورنۍ سرپرستی ورترغاړې ده
رومان چې دا عمر یې د زده کړو دی، بې کسۍ او بیوزلۍ یې دا هیلې ترې اخیستې
بیوزلۍ او بۍ کسۍ د رومان په څېر ګن شمیر نور ماشومان هم اړ کړي چې په اسداباد ښار کې درندو کارونو ته مخه کړي
دولس کلن فهیم بل هغه کوچنی دی چې سختې غریبۍ اړ کړی څو د اسداباد ښار کې د لاس په خواریو خپله کورنۍ وساتي
د هغه ارمان دی چې خپلې نیمګړې زده کړې بشپړې کړي او د دې لاسي کار پر ځای کتاب او قلم لاس کې واخلي .
کونړ کې د کار او ټولنیزو چارو ریاست د مالوماتو له مخې دا مهال په اسداباد ښار کې لسګونه ماشومان په بیلابیلو درندو کارونو بوخت دي.
د دغه ریاست مسولان وایي دوی پلان لري چې دغو کارګرو ماشومانو ته د زده کړو سربیره نورې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ټولینزو او دودیزو عواملو ترڅنګ په افغانستان کې فقر،بیوزلي او بې روزګاري د دې لامل شوی چې د ډیرو په اند ماشومان یې له زده کړو او نورو اساسي حقونو محروم کړي او د درنو کارونو ترسره کولو ته یې اړ کړي دي.

