د کونړ څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دري د بیلابیلو کلیو زلزله ځپلو کورنیو لپاره لس بابه اساسي پاخه کورونه جوړ او کټي اخیستني ته وسپارل شول.
ياد کورونه د یوه افغان سوداګر (خان محمد سرفراز باز) د کورنۍ او نورو ملي سوداګرو له لوري د ۹ میلیونه افغانیو په مالي لګښت د څلورو میاشتو په موده کې د بابړو په سیمه کې جوړ شول چې هر کور څلور خونې او درې تشنابونه لري.
زلزله ځپلو ددغه کورونو په جوړیدو خوښي وښوده او د مسولینو يې مننه وکړه چې دوۍ ته يې د سرپناه په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړی دي .
دوۍ پر نورو ملي سوداګرو او بډایه هیواد والو هم غږ کوي چې ددوۍ لاسنیوی وکړي او په نورو برخو کې ورسره مرسته وکړي.
د کونړ د علماوو شورا مسولین بیا ډاډ ورکوې چې دوۍ زلزله ځپلو کورنیو ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې رامنځته کړي او لا هم پدغه برخه کې ددوۍ هڅي روانې دي.
د یادولو وړ ده چې د نورګل ولسوالۍ په مزار دره او څوکې ولسوالۍ دیوه ګل دره کې زلزله ځپلو کورنیو ته سلګونه کورونه جوړي او ډیرې لا هم د کار لاندې دي.
راپور : پرویز مومند

