د ننګرهار چپرهار ولسوالۍ د روغتيايي کلينک په انګړ کې د عامې روغتيا رياست تر چتر لاندې د يوه ملي سوداګر د څه د پاسه شل ميليونو افغانيو په ارزښت د يوه روغتون د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
جوړونکی يي وايي دغه روغتون په دوه پوړو کې په شپږ بيسيوي ځمکه په نړيوال معيار جوړوي.
ځای میشتي د دغه روغتون د جوړيدو له امله خوښي څرګندوي او زياتوي چې له مخې به يې د روغتيا په برخه کې ګڼې ستونزې هوارې شي.
دوي همداراز له نورو پانګوالو هم غواړي چې د هيواد په ابادۍ کې دې ونډه واخلي.
د دغې سيمې روغتياپالان هم د دغه روغتون جوړيدل د روغتيا په برخه کې غوره اقدام بولي.
د دغه ولايت د عامې روغتيا مسوولين وايي د دغه روغتون لپاره د ودانۍ جوړيدو له امله له ياد پانګوال مننه کوي او وايي چې له مخې به يې د روغتيا په برخه کې د پام وړ اسانتياوې برابرې شي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې د هيواد په کچه د حکومتي چارواکو ترڅنګ پانګوالو هم په ځينو برخو کې رغنيزو چارو ته اوږه ورکړي او په ټوله کې دغه پانګوال له نورو شتمنو هم غواړي چې ورته پانګونې وکړي ، ترڅو يې له مخې بې روزګارو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.
راپور : سباوون ساحل

