په کونړ ولایت نورګل ولسوالۍ مزار درې کې د زلزله ځپلو کورنیو لپاره د سرپناه برابرولو لړۍ په دوام کې یو شمېر نور کورونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.
د معلوماتو له مخې، دغه پروژې د امریکا او برتانیا کې مېشتو افغانانو په مالي ملاتړ او د “قدم” موسسې په تخنیکي هڅو پلي شوې دي. په دې لړ کې پنځلس پاخه (لنټري) کورونه او یو باب اساسي مسجد جوړ شوي دي.
زلزله ځپلي خلک دغه اقدام د خپل ژوند د بېرته عادي کېدو لپاره مهم بولي او له نورو بنسټونو څخه هم د ورته مرستو غوښتنه کوي.
مزار دره هغه سیمه ده چې د زلزلې له امله پکې زرګونو خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي. د حکومتي ادارو او خیریه بنسټونو په ګډه همکارۍ، زیانمنو کورنیو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې شوي، چې پکې د سرپناه برابرول تر ټولو مهم ګڼل کېږي.
د “قدم” موسسې رئیس، کلیم الله ساپي، وایي:
«موږ یوازې په دې بسنه نه کوو، بلکې په راتلونکي کې به هم هڅه وکړو چې زلزله ځپلو ته په نورو برخو کې اسانتیاوې برابرې کړو، ځکه زموږ هېوادوال پر موږ حق لري.»




د سیمې اوسېدونکي هم له دې مرستو خوښ دي او وایي چې د سرپناه ستونزه یې تر یوه بریده حل شوې، خو لا هم نورو مرستو ته اړتیا لري.
یو شمېر زیانمن شوي کسان، لکه عسکر خان او ظابط، وایي:
«موږ د سرپناه له سختو ستونزو سره مخ وو، دا کورونه زموږ لپاره ډېر مهم دي. له مرسته کوونکو مننه کوو او هیله لرو چې نورې مرستې هم دوام وکړي.»
د مسوولینو په وینا، تر اوسه په مزار دره کې د بېلابېلو موسسو له لوري ۲۵۹ کورونه جوړ شوي او دا لړۍ لا هم روانه ده.
