د کور او ښار جوړونې وزارت له لوري د کونړ ولایت سرکاڼو ولسوالۍ د پشد په سیمه کې پر ۴۸۵ جریبه ځمکه د جوړېدونکي ښارګوټي د نمرو د وېش بهیر رسماً پیل شو
د مسوولینو په خبره دغه ښارګوټي کې به ۷۶۳ نمرې ووېشل شي چې هرې مستحقې کورنۍ ته به پنځه بسوې ځمکه ورکړل شي،یاد ښارګوټی به د مکتبونو، پارکونو، روغتیايي مرکزونو، پاکو اوبو او نورو اړینو ښاري اسانتیاوو لرونکی وي
د هېواد د کور او ښار جوړونې وزیر مولوي نجیب الله حیات حقاني وايي، تر دې وړاندې په ټول هېواد کې یې ۷۰ زره بېرته راستنوشوو افغان کورنیو ته د استوګنې لپاره نمرې وېشلي او پاتې مستحقو کسانو ته به هم نمرې ووېشل شې
په همدي حال کې د کونړ ولایتي ادارې مسولین وايي هغه بېرته راستنېدونکي کورنۍ چې قانوني اسناد ولري او هیواد ته راستنیږي ټولو ته به اړین خدمات او د ځمکو نمرې ورکړل شې.
بلخوا د کونړ ولایت د کور او ښار جوړونې ریاست مسوولین ډاډ ورکوي چې په یاد ښارګوټي کې به د اوسېدونکو لپاره لازمې ښاري اسانتیاوې برابرې او د ښارګوټي چارې به د ټاکل شوو معیارونو له مخې پر مخ یووړل شي.
د ویلو ده چې لدې وړاندې په خاص کونړ ولسوالۍ کې هم بیرته راستنو شوو کورنیو ته د استوګنې نمرې هم ویشل شوې وې.
راپور : پرویز مومند

