کوچیانو بیله د کونړ سرکاڼو ولسوالۍ اړوند هغه سیمه چې د دوو سیندونو ترمنځ پرته ده
دلته شاوخوا ۳ زره کورنۍ ژوند کوې .
نیږدي ۱۸ کاله وړاندي دلته د جمهوري نظام پرمهال دا کیبلي پول جوړ شوی وو چې خلکو به پرې تګ راتګ کوو او د ژوند لپاره يي یوه مهمه اسانتیا بلله خو اوس دا پل کابو لمنځه تللی دی چې ځايي خلکو ته يي هم ګڼي ستونزي جوړي کړي دي
ځايي اوسېدونکي وايي په سیمه کې يي لیسي روغتیايي مرکزونه او د ژوند نوري مهمي اسانتیاوې نشته او دوۍ ددغه چاري لپار ه سرکاڼو ولسوالۍ ته راځي چې دغه پل يي د ژوند چاري ټکنۍ کړي دي
په ورته مهال کې د کونړ ولایتي اداري مسولین هم د کوچیانو بیلي د اوسېدونکو یاده ستونزه مني او وايي د ولسونو ډیری ستونزو ته رسیدنه شوې او هغوې ته په بیلابیلو برخو کې اسانتیاوې هم رامنځته شوې دي
دوۍ زیاتوي د کونړ پر لوي سیند یو شمیر پلونه ترمیم شوي او د نورو هغو لپاره هم پلان شته چې له جملي يې د کوچیانو بیلي کیبلي پول هم دی
د ویلو ده چې د جمهوري نظام پرمهال د کونړ پرسیند لسګونه کیبلي پلونه جوړ شوې وو چې د وخت په تیریدو ډیری هغه تخریب او د خلکو د استفادي څخه ووتل
د معلوماتو پراساس یاد پلونه د کمزوري کیفیت له امله دغه حال ته ورسیدل

