د کونړ د څانده سیند پر غاړه، د زیړي مازیګر په ولولو کې، د کونړ سیند کلنۍ دودیزه مشاعره د ګڼو شاعرانو، مسوولینو او د شعر او ادب د مینهوالو په شتون کې ترسره شوه.
په پيل کې مسولينو شاعرانو ته هرکلی وويلو او له هغوۍ يې مننه وکړه چې د شعر او ادب خواږه په خلکو لوروې
دوۍ له شاعرانو غوښتنه وکړه چې په خپلو شعرونو کې د وطن پالنې روحيي ته هم ځانګړې پاملرنه وکړې.
د کونړ سیند په کلنۍ مشاعره کې شاعرانو د شعر په ژبه له مسوولینو څخه د برېښنا بندونو د جوړولو غوښتنه وکړه.
دوۍ وويل کلونه وشول چې دا بهانده سيند بهيږې خو د ګټي پرځايي يي ولسونو ته بي له ستونزو نور څه نه دي پریښي.
د مشاعرې په دوام، یو شمېر شاعرانو خپل شعرونه په زمزمو سره وړاندې کړل، چې د مسوولینو او ګډونوالو له تود هرکلي سره مخ شول.
شاعرانو د شعر په ژبه له مسوولینو وغوښتل چې د دې ډول فرهنګي او ادبي مشاعرو د لا ډېرېدو لپاره لا زیات پام او زمینه برابره کړي.
د ویلو ده چې د کونړ سیند دودیزه او کلنۍ مشاعره د کلونو راهسیې هر کال د مسولینو شاعرانو د شعر او ادب د مینه له لوري ترسره کیږي.
راپور : پرویز مومند

