ننګرهار او ختیځه سیمه کې په دې وروستیو کې د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوي چې ورسرهماله اوس د پوهنې ریاست په تخنیکي او د ملګروملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق يا يونیسف په مالي مرسته په ښوونځيو کې د عامه پوهاوي لړۍ پیل شوي ده .
په دعه لړۍ کې په ښوونځيو کې د پولیو په تړاو د زده کوونکو يوه ازموینه اخستل کیږي چې موخه يې د پوهنې ریاست مسوولین د پولیو ويروس د لا ځپریدنې مخنيوی بولي .
د دغې عامه پوهانوي د دغې غونډې ګډونوال دغه ډول پروګرامونه خورا اغیزمن یادوي او له میندو او پلرونو غواړي چې د ماشومانو د خوندیتوب په موخه دې خپل ماشومان واکسین کړي.
د پولیو د واکسین د نه کولو له امله په کوچنيوالي کې په دواړه پښو فلج غلام حیدر کوټوال هم د دغه پروګرام دی چې له میندو او پلرونو غواړي چې خپل ماشومان واکسین کړي.
پولیو يو نااعلاجه ویروسي ناروغي ده ، چې اعلاج نه لري او په ماشومانو کې د دایم فلج سبب ګرځي . ډاکټران وايي د دغې ناوغۍ څخه د ماشومانو د ژغورنې يواځني لار په هرځلې کمپاین کې دوه څاڅکې واکسین کول دي.
راپور: سباوون ساحل

