د کونړ ولايت غازي اباد ولسوالۍ چې په تير کې په ډيرې بې رحمۍ سره پکې ځنګلونه قطع او قاچاق شوي وو اوس د امنيتي ځواکونو له لوري يې د مخنيوې هڅې پيل شوې.
امنيتي مسولين وايي دوې د شپي او د ورځې په ځنګلونو کې ګرځنده ګزمې لرې او د هغه کسانو د نيولو هڅې کوې چې د ځنګلونو د قطع کولو او قاچاق هڅه کوې.
په ورته مهال کې د کونړ اوسيدونکې هم د امنيتي ځواکونو ددغه ګام هرکلی کوې او وايې هغه څوک چې د ځنګلونو د قطع کولو او قاچاق هڅه کوې بايد ونيول شې او دقانون منګولو ته دې وسپارل شې.
دوۍ د امنيتي ځواکونو سره په دغه برخه کې د پوره همکارۍ ډاډ ورکوې.
د اسلامې امارت په بيا ځلې واکمنيدو سره د ځنګلونو د ساتني په موخه ځانګړې قطعه د شنې قطعې په نوم رامنځته شوې چې ځنګلونه ساتې او هغه خلک چې د قطع کولو او قاچاق هڅه کوې نيسې يې او د قانون منګولو ته يې سپارې.
راپور : پرویز مومند

