کونړ ولایت کې یو ځل بیا د پاکستاني پوځ د توپچي بریدونو له امله ولسي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د اسعداباد ولایتي روغتون مسؤلین وایي، تېره ماښام شاوخوا پنځه نیمې بجې د سرکاڼو ولسوالۍ د «دوسرکه» په سیمه کې د درنو مرمیو لګېدو له امله شپږ تنه روغتون ته وروړل شوي، چې پکې یو ۱۰ کلن ماشوم شهید شوی او پنځه نور ولسي وګړي، چې ډېری یې ماشومان دي، ټپیان شوي دي.
د روغتون د معلوماتو له مخې، د ټپیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
د اسعداباد ولایتي روغتون رئیس، ډاکټر مولا داد افضل، وایي:
«زموږ طبي ټیمونه چمتو دي او هڅه کوو چې ټپیانو ته غوره خدمات وړاندې کړو. په دې پېښه کې ټول قربانیان ملکي وګړي دي، او موږ هیله لرو چې د ملکي خلکو مرګ ژوبله نور پای ته ورسېږي.»
بلخوا د کونړ اوسېدونکي له دواړو هېوادونو او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې د روانو نښتو مخه ونیسي. د هغوی په وینا، جګړې د خلکو کورونه، کرنیزې ځمکې او ژوند سخت زیانمن کړی دی.



د یوه ټپي ماشوم پلار، عطاالله، وایي:
«موږ ملکي خلک تل د جګړې قربانیان یو. هیله لرو چې دا جګړه پای ته ورسېږي او نور زموږ خلک له دې ستونزو خلاص شي.»
د یادونې ده چې څو ورځې وړاندې هم پر اسعداباد ورته بریدونه شوي وو، چې هغه مهال هم ملکي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې وه.
