کونړمرکز اسداباد د نیمه قیمتي ډبرو د پلور په مرکزکې زرګونه کیلو ګرامه نیمه قیمتي ډبرې د ازادي داوطلبۍ له لاري وپلورل شوې.
تیره ورځ یو ځل بیا د ۲۳ اعشاریه ۷ میلیونه افغانیو په ارزښت نیمه قیمتي ډبرې وپلورل شوې چې یواځي لدغه لاري ۲ اعشاریه ۳ میلیونه افغانۍ د حکومت برخه ددولت خزاني ته عواید جمع شو.
د مسولینو په وینا د تیر په پرتله اوس د قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو سوداګر ته په کاري چاپیریال کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته شوې دي چې ښه بیلګه يي همدا دواطلبي ده چې د هیواد د بیلابیلو ولایتونو سربیره د یو شمیر بهرنیو هیوادونو ګڼ شمیر سوداګر پکې ګډون کوې .
د قیمتي او نیمهقیمتي ډبرو په دغه مرکز کې دا لومړی ځل دی چې د ازادې داوطلبۍ له لارې قیمتي ډبرې پلور ته وړاندې کېږي خو تر دې وړاندې هم ورته نورې قیمتي ډبرې د داوطلبۍ له لارې پلورل شوې دي.
د یادونې وړ ده چې سوداګرو په دغه مرکز کې له مسوولینو څخه د خپلو ستونزو د حل غوښتنه هم وکړه خو د یاد ولایت مسوولینو سوداګرو ته ډاډ ورکړ چې د دوی شته ستونزې به حل کړي.
راپور : پرویز مومند

