د کورنیو چارو وزارت د کابل ښار په یوولسمه ناحیه کې د ۱۲ زره او ۴۳۹ نشهيي ټابلیټونو د کشف او ضبط خبر ورکړی دی.
دغه وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې امنیتي ځواکونو د دې قضیې په تړاو یو تن نیولی هم دی.
د کورنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، نیول شوی کس به د دوسیې له بشپړېدو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.
سرچینه : شرق نیوز

