د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال، ملا عبدالغني برادر آخوند په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له سیاسي استازولۍ «یوناما» غوښتي، چې په خپلو راپورونو کې د افغانستان واقعیتونه په پام کې ونیسي او د دغه هېواد پرمختګونه له پامه ونه غورځوي.
نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان د ټولنیزو، اقتصادي او امنیتي لاستهراوړنو له پامه غورځول عادلانه نه دي او یوناما باید د یوه متقابل او متخاصم لوري په څېر یوازې د افغانستان د وضعیت پر منفي اړخونو تمرکز ونه کړي.
اخوند چې د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لوري د اړمنو هېوادوالو د لاسنیوي په موخه د ځانګړې اوونۍ د نمانځلو په مناسبت جوړو شوو مراسمو کې وینا کوله ددې ترڅنګ وویل د اړمنو هېوادوالو لاسنیوی یوازې د افغاني سرې میاشتې ټولنې مسوولیت ندی، بلکې پر ټولو شتمنو هېوادوالو، سوداګرو، پانګوالو، خیریه او نړیوالو بشري بنسټونو یې هم غږ وکړ، چې له دې ټولنې سره مرستې او عملي همکارۍ وکړي.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال وویل، ډېری هېوادوال په هېواد کې د وروستیو وچکالیو، موسمي سیلابونو، زلزلو او هېواد ته د زرګونو کورنیو د جبري راستنېدو له امله له سخت اقتصادي او بشري ناورین سره مخ شوي او دې ستونزو ته رسېدنه جدي پاملرنې ته اړتیا لري.
د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال د افغاني سرې میاشتې ټولنې له مسوولینو وغوښتل چې د مرستو په عادلانه ویش او د مستحقو کسانو په مشخصولو کې شفافیت په پام کې ونیسي.
سرچینه : شرق نیوز

