د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو مرکز په نوښت او کوربهتوب ټاکل شوې ده چې د جون په ۱۶مه نېټه په کابل کې د افغانستان منځنۍ اسیا او اذربایجان د مخکښو څېړنیزو مرکزونو سیمهییزه ناسته ترسره شي
د بهرنیو چارو وزارت د څرګندونو له مخې په دې غونډه کې به د اوزبیکستان ترکمنستان قزاقستان قرغیزستان تاجیکستان او اذربایجان د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکزونو مشران څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون ولري
ټاکل شوې ده چې د ناستې ګډونوال د سیمهییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ انرژۍ، ترانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په تړاو پر مهمو موضوعاتو بحثونه وکړي او د افغانستان او د سیمې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا لپاره عملي وړاندیزونه وړاندې کړي
د وزارت په وینا د دې غونډې اساسي موخه د ګډو ننګونو او فرصتونو په اړه د څېړنیزو بنسټونو ترمنځ د نظرونو تبادله د متقابل تفاهم پیاوړتیا او د سیمهییزو همکاریو پراخول دي
تمه ده چې دغه سیمهییزه ناسته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له لوري پرانیستل شي
د بهرنیو چارو وزارت باور لري چې یاده غونډه به د افغانستان، منځنۍ اسیا او اذربایجان ترمنځ د باور فضا لا پیاوړې کړي او د اقتصادي ترانزیټي او سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره به اغېزناک رول ولوبوي

