د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د یوه رسمي پلاوي په مشرۍ د اوزبېکستان پلازمېنې تاشکند ته تللی دی څو د تاشکند د پانګونې په نړیوال فورم کې ګډون وکړي
د وزارت د معلوماتو له مخې ټاکل شوې ده چې نوموړی د فورم په څنډه کې د بېلابېلو هېوادونو له پانګوالو سوداګرو او اقتصادي استازو سره وګوري او د اقتصادي همکاریو د پراختیا پانګونې د جذب او سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په اړه خبرې وکړي
د صنعت او سوداګرۍ وزارت زیاتوي چې دا سفر به د افغانستان د اقتصادي ظرفیتونو د معرفي کولو د بهرنیو پانګونو د راجلبولو او له سیمهییزو او نړیوالو بازارونو سره د اقتصادي اړیکو د پراخېدو لپاره ګټور تمام شي

