د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دغه هېواد د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر، سناتور محمد اسحاق ډار، نن په استانبول کې د ترکیې د بهرنیو چارو له وزیر هاکان فیدان سره خپله لومړنۍ لیدنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت لخوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دې ناسته کې اسحاق ډار ترکیه کې د سختو بارانونو له امله د ناڅاپي سېلابونو له کبله د اوښتو ځاني زیانونو په اړه خواخوږي څرګنده کړې او زیانمنو کسانو ته یې د ژر روغتیا هیله کړې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي دواړو لورو په سیمه کې د ثبات پر وړاندې د ګواښونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د سیمهییزې سولې او امنیت د ټینګښت لپاره یې د خبرو اترو، ډیپلوماسۍ او ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، دواړو هېوادونو پر سعودي عربستان د حوثیانو بریدونه هم په کلکه غندلي او د سیمهییزو مسئلو په اړه یې د نږدې همغږۍ پر دوام ټینګار کړی دی. په دې برخه کې یې د پاکستان، ترکیې او سعودي عربستان ترمنځ د مکې دفاعي تړون ته هم اشاره کړې ده.
خبرپاڼه زیاتوي چې دواړو مشرانو د پاکستان او ترکیې ترمنځ د اوږدمهالو دوستانه او ورورولۍ اړیکو د لا پیاوړتیا او د ګډو ګټو په ټولو برخو کې د همکارۍ د پراختیا ژمنه تازه کړې ده.
سرچینه : شرق نیوز

