د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماو نینګ ویلي، چې افغانستان او پاکستان په ارومچي ښار کې د سولې د خبرو اترو پر مهال هوکړه کړې، څو د روان کړکېچ د پای ته رسولو لپاره هر اړخیزې حل لارې ولټوي.
ماو نینګ په یوې خبري ناسته کې وویل، چې د دواړو هېوادونو استازو په چین کې د لیدنو پر مهال ژمنه کړې، هغه ګامونه به نه اخلي چې وضعیت لا پسې ترینګلی کړي.
هغې زیاته کړه، چې چین به له افغانستان او پاکستان سره خپلو اړیکو ته دوام ورکړي او د خبرو اترو د بهیر د پرمخ بیولو لپاره به لازمې اسانتیاوې برابرې کړي.
په همدې حال کې باوري سرچينو رسنیو ته ویلي چې د افغانستان د مذاکراتي پلاوي غړي به نن (چهارشنبه) شپږ نيمې بجې کابل ته را ورسېږي
. سرچینې وايي، مذاکرات مثبت وو او دواړو لوریو خپلې غوښتنې يو بل ته سپارلې دي.
د سرچینو په خبره، دواړه لوري پر دې هوکړه شول چې د روان کړکېچ لپاره هر اړخیزه حل لار ولټوي او هغه ډول اقدامات به نه کوي چې وضعیت لا پیچلی کړي.
د یادونې وړ ده، چې دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په وروستیو کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ اړیکې له کړکېچ سره مخ شوې دي او د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اړتیا زیاته شوې ده.

