د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې د نړيوالو بنسټونو د معلوماتو له مخې، د هېواد په سوېلي ولایتونو کې د خاورو او دوړو د توپان خبرداری ورکړی دی.
د يادې ادارې ویاند حافظ محمد یوسف حماد ویلي، ټاکل شوې دغه توپان (چهارشنبې) پیل شي او د جمعې تر ورځې به دوام وکړي چې نیمروز، هلمند او کندهار به تر ټولو ډېر اغېزمن کړي.
د حماد په وینا، د خاورو او دوړو توپان به د هوا کیفیت خراب کړي او د خلکو پر روغتیا منفي اغېز لرلی شي.
د پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ادارې له خلکو غوښتي چې د توپان پر مهال روغتیايي سپارښتنې مراعت کړي، له غیرضروري تګــراتګ څخه ډډه وکړي او تر ډېره په خوندي ځایونو کې پاتې شي
مسعود عربزی

