د کورنیو چارو وزارت وایي پکتیکا او نیمروز کې ولسوالیو ته ۷ هایلکس موټر او ۲ موټرسایکلونه وسپارل شول.
ددغه وزارت لخوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي په دې لړ کې، د ۲۰۲۶ کال ماډل ۳ هایلکس موټرونه د پکتیکا ولایت د شکین، نعمتآباد او تروې ولسوالیو او ۲ موټرسایکلونه د زیړوک ولسوالۍ ته ورکړل شول. همدارنګه، ۴ هایلکس موټرونه د نیمروز ولایت د کنګ، چخانسور او چهاربرجک ولسوالیو ته وسپارل شول.
خبرپاڼه وایي یاد وسایط به د امنیتي چارو د ښه ترسره کولو، خلکو ته د غوره خدمتونو وړاندې کولو او د هغوی ستونزو ته د پر وخت رسېدنې په برخه کې وکارول شي.
سرچینه : شرق نیوز

