د کونړ ولایت په نورګل ولسوالۍ کې د زلزلې ځپلو سیمو (مزار دره) کې د کورونو د جوړولو لړۍ دوام لري.
په دې وروستیو کې بیا هم ۱۵ لنټري کورونه او یوه باب اساسي مسجد جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول
دغه کورونه او مسجد د قدم موسسې په تخنیکي زیار او په امریکا او بریتانیا کې د میشتو افغانانو په مالي مرسته جوړ شوي دي.
د زلزله ځپلې بیا دا ابتکار ارزښتمن بولي او په سرپناه برخه کې یې د نورو بنسټونو او نړیوالو ادارو څخه هم مرسته غواړي.
عسکر خان «دا کورونه زموږ لپاره لویه مرسته ده، خو لا هم ډېرې ستونزې شته.»
زلزله ځپلي وایي چې د سرپناه ستونزه لاهم یوه عمده ستونزه پاتې ده او د نورو مرستو اړتیا لري.
دوی د قدم موسسې له لوري د کورونو جوړولو څخه مننه وکړه او ویې ویل چې که نور بنسټونه هم پاملرنه وکړي، نو د دوی ستونزې به حل شي.
د مسؤلینو په وینا، تر اوسه په مزار دره کې د بېلابېلو موسساتو او خیريه بنسټونو له لوري ۲۵۹ اساسي کورونه جوړ شوي او دا لړۍ لا روانه ده.

