د افغانستان د والیبال ملي فدراسیون له لوري په کابل کې د «کابل اتلولۍ جام» تر نوم لاندې د والیبال سیالیو دیارلسم پړاو پیل شو
د المپیک بدني روزنې او ورزش لوی ریاست وایي په دې سیالیو کې د هېواد له بېلابېلو سیمو نه نهه لوبډلې برخه لري او سیالۍ د بدني روزنې په ۲۵۰۰ کسیز جمنازیم کې ترسره کېږي
د پرانیستې په مراسمو کې د ورزش ادارې یو شمېر مسوولینو ګډون کړی و او د سیالیو د پیل هرکلی یې کړی دی
د دې سیالیو په لومړۍ لوبه کې سرې میاشتې لوبډلې سیالې ستورو کلب لوبډلې ته ۳ ـ ۰ ماتې ورکړه او لومړۍ بریا یې په خپل نوم کړه
ټاکل شوې ده چې دغه سیالۍ به د یوې اوونۍ لپاره دوام ولري

