د ټاپي ګازو نللیکه پروژه رغنیز کارونه په هرات ولایت کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.
د معلوماتو له مخې، تر دې دمه شاوخوا ۲۵ کیلومتره نللیکه غځول شوې ده او د پاتې برخې د غځولو لپاره ۱۲۰ کیلومتره سیمه نوره هم چمتو شوې ده.
ټاپي پروژه، چې د سیمې له مهمو اقتصادي پروژو څخه شمېرل کېږي، د انرژۍ د لېږد ترڅنګ د اقتصادي ودې او سیمهییزو همکاریو د پراختیا لپاره هم مهمه بلل کېږي.

