د افغانستان برېښنا شرکت اعلان کړی چې د بغلان ولایت په خنجان ولسوالۍ او د نواباد اندراب تر سیمې پورې د برېښنا شبکې د غځولو یوه نوې پراختیايي پروژه یې پیل کړې ده.
د یاد شرکت په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه پروژه د ۴۰ میلیونه افغانیو په لګښت عملي کېږي او موخه یې د سیمې اوسېدونکو ته د برېښنايي خدمتونو برابرول دي.
د برېښنا شرکت د معلوماتو له مخې، په دې پروژه کې د بېلابېلو ظرفیتونو لرونکي ۱۶ ترانسفارمرونه نصبېږي چې د برېښنا شبکې د پیاوړتیا او پراختیا لپاره به وکارول شي.
چارواکي وایي، د پروژې له بشپړېدو وروسته به له ۲۵۰۰ څخه ډېر پېرودونکي د لومړي ځل لپاره د برېښنا له اسانتیاوو برخمن شي.
د افغانستان برېښنا شرکت ټینګار کړی چې د هېواد په لرې پرتو ولسوالیو او کلیو کې د برېښنا شبکې د پراختیا چارې د یوه منظم او متوازن پلان له مخې روانې دي.

