
د امریکا د “لوی قهر” له عملیاتو دوه اونۍ وروسته، پر ایران بریدونو نړیوال اقتصاد او سیمه ییز ثبات اغېزمن کړی دی.
که څه هم د ایران اټومي او پوځي تاسیسات په نښه شوي، خو د تېلو د بیو لوړېدو او د هرمز تنګي ګډوډۍ له اسیا تر اروپا ژوند سخت کړی دی.
د کابو ۳ میلیونو خلکو بې ځایه کېدل او د ایران ډرون بریدونه ښيي چې دا “لنډمهاله سفر” په یو لوی بحران بدل شوی چې د ټرمپ د تمې خلاف، امریکا یې یو ځل بیا په منځني ختیځ کې ښکېله کړې ده.
اوس د “لوی قهر” په نامه له دې عملیاتو له دوو اونیو ډېر وخت تېرېږي چې اغېزې یې په ټوله نړۍ کې احساسېږي.
دې جګړه چې موخه یې د ایران د بالستیک توغندیو، سمندري ځواک او اټومي پروګرام له منځه وړل و، داسې کړکېچ رامنځته کړی چې سیمه ییز ثبات او نړیوال اقتصاد یې له جدي ګواښ سره مخامخ کړی دی.
که څه هم ویجاړونکي هوايي بریدونه شوي، خو د ایران رژیم لا هم مقاومت کوي او په نویو خطرناکو لارو غبرګون ښيي.
ایران د خپلو ګاونډیو (عراق او افغانستان) پرتله چې امریکا پکې کلونه ښکېله وه، ډېر لوی هېواد دی.
BBC Pashto
