بهرنیو رسنیو راپور ورکړی، د اسلاماباد واکمن رژیم په خیبر پښتونخوا ایالت کې د بېړني حالت له اعلان وروسته، د عمران خان په مشرۍ د تحریک انصاف ګوند ۲۷۸ غړي نیولي دي.
تحریک انصاف ګوند دغه اقدام غیر ډیموکراتیک بللی او دا یې د پاکستان د فدرالي حکومت له لوري د واک د نیولو هڅه ګڼلې ده.
د پاکستان فدرالي حکومت د یکشنبې په ورځ د امنیتي اندېښنو له امله په خیبر پښتونخوا کې د تحریک انصاف تر مشرۍ لاندې ایالتي حکومت منحل او بېړنی حالت اعلان کړ.
سرچینه : شرق نیوز

