د ختيځ زون په کچه د شته نظام او امنيتي او دفاعي ځواکونو په ملاتړ او د پاکستان هيواد د وروستيو تيريو د غندني په پار لويه ولسي غونډه ترسره شوه.
په دغه غونډه کې د کونړ . نورستان . ننګرهار او لغمان ولايتونو ګڼو ديني عالمانو او قومي مشرانو ګډون کړی وو.
د غونډې ګډونوالو د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو د قربانيو او رښندنو ملاتړ وکړ او دغه عمل يې د خاورې د اصلي بچيانو کار وباله.
دوۍ په خپلو خبرو کې د مرکزي حکومت غوښتنه وکړه چې ورانکارو کړيو ته غاښ ماتوونکي ځواب ورکړي.
د غونډې ګډونوالو د افغان ملت پر يوالي او اتفاق هم ټينګار وکړ او وويل نور د نفاق څخه تير او پرځای دې د يوالي پر ټغر سره راټول شې.
ولسي مشرانو د غونډې په پای کې تعهد وکړ چې نور به چاته اجازه ورنکړې چې پر افغان خاوره تيری او ظلم وکړې
دوې زياته کړه پاکستان هېواد خپلو سرغړونو ته دوام ورکړې دوۍ به يې په مقابل کې ولسې پاڅون وکړې.
سرچینه : شرق نیوز

