د پاکستان فدرالي حکومت پرېکړه کړې چې د ورکړل شوي مهلت له پای ته رسېدو وروسته به په ټول هېواد کې د بېاسناده افغان کډوالو د نیولو او ایستلو عملیات لا چټک کړي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، هغه افغانان چې له قانوني ویزې پرته په پاکستان کې اوسیږي، نیول کېږي او له هېواده به ایستل کېږي.
حکومت خبرداری ورکړی چې له دغو کسانو سره د مرستې یا د استوګنې د برابرولو په صورت کې به د پاکستاني وګړو پر وړاندې هم قانوني اقدامات وشي.
چارواکي وایي، د افغان وګړو د جیوټګنګ او جیوفېنسنګ بهیر بشپړ شوی او د همدې معلوماتو پر بنسټ به د نیولو عملیات پراخ شي.
همداراز، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت اړوندو ادارو ته د عملیاتو د ورځنیو راپورونو د لېږلو سپارښتنه کړې ده.
ورته مهال د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ استازي عرفات جمال ویلي، له ۲۰۲۳کال راهیسې له اووه میلیونو ډېر افغانان هېواد ته ستانه شوي چې یوازې سږ کال یې شاوخوا یو میلیون کسان له پاکستان او ایران څخه راستانه شوي دي.
نوموړي ویلي، ګاونډي او اروپايي هېوادونه باید د افغانانو جبري ستنول ودروي.
د هغه په وینا، ملګري ملتونه هڅه کوي چې د ستنېدونکو افغانانو د بېرته مېشتېدو او د ژوند د ثبات لپاره لازم ملاتړ برابر کړي.
د پاکستان څخه راستانه شوي وايي پاکستان کې افغان کډوال د سخت فشار لاندې نیول شوي ، کار ته نه پرېښودل کیږي ، د دغه هیواد امنیتي ځواکونو له خوا ځورول کیږي ، بندخونو ته اچول کیږي او پېسې ترې اخستل کیږي.
دوۍ چې اوس خپل هیواد ته راستانه شوي د اسلامي امارت لوري ورته د شته خدماتو راضي خو همداراز له حکومته د دایمي سرپناوو ، کاري زمینو او اړینو مرستو غوښتنه کوي.
راپور : مسعود عربزی

