د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت پر اېکس ټولنیزه شبکه لیکلي چې له پاکستان او ایران هیوادونو څخه په تازه ۹۱۸ نورې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۴۷۱۸ تنو ته رسیږي هیواد ته بېرته راستانه شول
فطرت لیکلي د تورخم له لارې (۷۶۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۳۹۹۸)تنه کیږي راستانه او له تورخم څخه (۹۵۰)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۲۲۱)تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۳۹۲۰۲۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې او د مالي کمېټې له لوري له (۹۴۳)کورنیو سره مجموعًا (۷۸۴۴۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
ده لیکلي د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې (۹۹)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۵۱۲) تنه و، هېواد ته راستنې او له سپین بولدک څخه (۷۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۴۱۸)تنه و، بېلابیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي ده او یادو کورنی ته (۱۳۱۴۳۰۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې او د مالي کمېټې له لوري له (۱۰۸)کورنیو سره مجموعًا (۸۷۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
نوموړي لیکلي د نیمروز ولایت د ورېښمو له لارې (۲۳)کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۹۷)تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي او همدا راز (۱۳۱۱) مسافر هېواد ته راستانه شوي او د مالي کمېټې له لوري له (۱۰) کورنۍ سره مجموعًا (۸۰۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې ده
هغه لیکلي د هرات ولایت د اسلام کلا له لارې (۳۶) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۱۱۱) تنه و هېواد ته راستنې او د مالي کمېټې له لوري له (۳۶) کورنۍسره مجموعًا (۲۵۲۰۰۰)افغانۍ مرسته شوې
دی وایي د ټرانسپورټ او لېږد کمېټې له لوري له کابل څخه (۱۳۲) کورنۍ چې د غړو شمېر یې (۷۲۷)تنه و، بېلا بیلو ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوې دي او یادو کورنیو ته (۵۰۷۶۵۰)افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده
فطرت دغه راز څرګنده کړې چې په تیره یوه ورځ کې(۱۱۶۱) راستنو شویو کورنیو ته د هستوګنیزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي او په مجموعي ډول (۲۹۹۲۹) نمرو وېش سرته رسیدلی دی او دا لړۍ په چټکۍ سره جریان لري

