د روسیې د «پاور مشینز» تخنیکي شرکت مسوولینو د افغانستان برېښنا شرکت له رییس ملا عبدالحق همکار سره په کتنه کې د افغانستان د برېښنا تولیدي فابریکو د اساسي بیارغونې او د تجهیزاتو د نوي کولو په برخه کې د پانګونې لپاره خپل چمتووالی څرګند کړی دی.
د افغانستان برېښنا شرکت د مالوماتو له مخې، ملا عبدالحق همکار د یاد شرکت له مسوولینو سره د لومړنیو تخنیکي ارزونو په برخه کې د هر ډول همکارۍ ډاډ ورکړی دی.
په ورته مهال، د روسیې د «پاور مشینز» شرکت د سوداګرۍ برخې مسوول دینیس روداکوف ویلي، دوی غواړي په افغانستان کې د شته برېښنا تولیدي فابریکو لومړنۍ تخنیکي ارزونه ترسره کړي، څو د دغو فابریکو د اساسي بیارغونې، د تجهیزاتو د نوي کولو او د تولیدي ظرفیت د لوړولو لپاره خپلې طرحې چمتو کړي.
مسعود عربزی

