د پنجشېر ځايي مسوولینو د دغه ولايت له کانونو د تازه استخراج شویو زمردو د پلورلو خبر ورکړی دی.
د والي ویاند سیف الدین لټون وایي چې یو ځل بیا د هېواد پر سوداګرو ۷ زره ۶۵۶ قيراطه زمرد د ۷ میلیونه ۶۵۸ زره ۲۰۰ افغانیو په ارزښت د کانونو د څارنې کمېټې، د سیمه ییزو چارواکو او سوداګرو په شتون کې د داوطلبۍ له لارې وپلورل شول.
نوموړي زیاته کړه، چې تر دې وړاندې هم د بولۍ له لارې د هېواد پر سوداګرو زرګونه قیراطه زمرد پلورل شوي دي.
د پنجشېر د مقام ویاند ټینګار وکړ، چې د استخراج شویو زمردو د پلور شفاف او قانوني بهیر د کورنیو او بهرنیو سوداګرو د ګډون زمینه برابره کړې، چې له امله یې د ولایت عواید زیات شوي او د قیمتي ډبرو بازار لا پیاوړی شوی دی.
نصیر احمد مشواڼی

