د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له فاکس نیوز شبکې سره په خبرو کې ویلي، که ایران خبرو ته حاضر نه شي امریکا به د یاد هېواد په بنسټیزو زېربناوو بریدونه وکړي.
ټرمپ ویلي، که تهران د خبرو مېز ته حاضر نه شي راتلونکې اوونۍ به د ایران برېښنا تاسیسات او هوایي پلونه د بریدونو په لېست کې ونیسي.
خو د کارپوهانو په باور د ۱۹۴۹ جینوا کنوانسیونونو په اساس پر ملکي تاسیساتو او د وګړو د بقا لپاره د حیاتي زېربناوو په نښه کول له نړۍوالو قوانینو سرغړونه ګڼل کیږي.
د ټرمپ دغو څرګندونو دغه پوښتنه راپورته کړې، ایا د ټرمپ حکومت چې نړۍوال حقوق یې په وار وار تر پښو لاندې کړي یو ځل بیا نقض کړي او یا ښايي دا څرګندونې د خبرو مېز ته د ایران حاضرولو لپاره د سیاسي فشار برخه وي.
سرچینه : فاکس نیوز

