د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چمتو دی له خپل چینایي سیال شي جینپینګ او روسي سیال ولادیمیر پوتین سره په درې اړخیزه غونډه کې ګډون وکړي او د اټومي وسلو د کمولو په اړه ورسره خبرې وکړي.
ټرمپ دا څرګندونې له سپینې ماڼۍ بهر خبریالانو ته کړې دي.
تر دې وړاندې کرملېن هم ویلي وو چې د امریکا، چین او روسیې مشران ښايي راتلونکې میاشت په چین کې د اسیا او ارام سمندر سیمې د اقتصادي همکاریو سازمان (اپیک) د غونډې په څنډه کې سره وګوري.
سرچینه : شرق نیوز

