د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره یې امریکا ته د ډېزلو د واردولو په اړه هوکړه کړې، څو په دغه هېواد کې د تېلو بیې راکمې شي.
د اسوشیټېډ پرېس د راپور له مخې، ټرمپ ویلي چې روسیه به په لومړي پړاو کې څه باندې ۳۰۰ زره ټنه ډېزل امریکا ته صادر کړي او وروسته به د دې صادراتو کچه لوړه شي.
بلخوا، د روسیې د ولسمشر مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، د پوتین او ټرمپ ټیلیفوني خبرې شاوخوا یو نیم ساعت دوام وکړ او دواړو لورو د اقتصادي مسایلو، نفتي محصولاتو، اوکراین کړکېچ، ایران او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړې.
دا هوکړه په داسې حال کې اعلانېږي چې ټرمپ تر دې وړاندې د روسیې د نفتو او ګازو د عوایدو محدودولو لپاره د بندیزونو قانون لاسلیک کړی و.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زلنسکي پر دې اقدام نیوکه کړې او ویلي یې دي چې له روسیې سره دا ډول هوکړې کولی شي د جګړې د دوام او د روسیې د بریدونو د زیاتېدو زمینه برابره کړي.
سرچينه: شرق نيوز

