سیمهییز مسؤولین وایي، د اسلامي امارت د مشر د حکم پر بنسټ، د پنجشېر ولایت په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د ۱۰ بندونو جوړولو او برېښنا تولید لپاره د سروې چارې پیل شوې دي.
د پنجشېر ولایت مقام رسنیز دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دغه سروې د اوبو او انرژۍ وزارت د تخنیکي او انجنیري ټیم له لوري، د سیمهییزې ادارې او اړوندو ریاستونو په همغږۍ ترسره کېږي.
د خبرپاڼې له مخې، دغه سروې به د باموردار کوتل، نودانګ، شانیز، قلعهتلخه، شتل، پریان، حصهاول ولسوالیو او د ولایت په مرکز کې ترسره شي.
سرچینې همداراز ویلي، چې تر دې وړاندې یوه خصوصي ترکي شرکت د پریان ولسوالۍ د باموردار سیمې سروې کړې وه، چې له مخې یې په دغه سیمه کې د ۱۰ مېګاواټه برېښنا تولید ظرفیت تثبیت شوی و.
د خبرپاڼې په وینا، په پنجشېر کې د صنعتي پارکونو جوړولو لپاره زر جریبه ځمکه هم وروستۍ شوې ده.
سرچينه: شرق نيوز

