د راپورونو له مخې، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چې له ایران سره جګړه به په راتلونکو دوو یا درېیو اونیو کې پای ته ورسېږي او د هرمز تنګي د ستونزو د حل مسؤولیت به هغو هېوادونو ته وسپارل شي چې له دې لارې استفاده کوي.
د بلومبرګ د راپور له مخې، ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته ویلي، امریکا نه غواړي د هرمز تنګي مسؤولیت یوازې پر غاړه واخلي او نور هېوادونه باید په دې برخه کې خپل رول ترسره کړي.
هغه ویلي: «ښايي تر دوو یا درېیو اونیو وروسته موږ له هغه ځایه ووځو.»
ټرمپ دا ادعا هم کړې چې امریکا په ایران کې خپلو پوځي اهدافو ته رسېدلې ده.
بل لور ته، اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ډونالډ ټرمپ به نن ماښام د ایران جګړې په تړاو خلکو ته وینا وکړي.

