د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی چې د امریکا او ایران ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو په اړه هوکړه شوې ده
نوموړي په خپله ټولنیزه پاڼه کې لیکلي «د ایران اسلامي جمهوریت سره موافقه بشپړه شوې ده ټولو ته مبارکي وایم.»
د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د دې پرمختګ هرکلی کړی او ویلي یې دي چې دواړه لوري یوې موافقې ته رسېدلي دي
د ایران دولتي ټلوېزیون هم د دې خبر د خپرولو راپور ورکړی دی
د راپورونو له مخې د هوکړې له مخې به د دواړو هېوادونو ترمنځ پوځي اقدامات ودرول شي او د هرمز تنګی به بېرته د نړیوالو بېړیو پر مخ پرانیستل شي
دغه راز تمه کېږي چې د ایران د اټومي پروګرام بندیزونو او نورو مهمو موضوعاتو په اړه به نورې خبرې اترې هم ترسره شي
کارپوهان وایي که دا هوکړه عملي شي نو په سیمه کې به تاوتریخوالی کم شي د نړیوالو سوداګریزو لارو امنیت به ښه شي او د تېلو نړیوال بازار به هم ترې مثبت اغېز واخلي
خو تر اوسه د هوکړې بشپړ جزئیات نه دي خپاره شوي او د نورو رسمي معلوماتو د خپرېدو تمه کېږي

