د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې په ترکیه کې د ناټو د سرمشریزې پر مهال د یوه امنیتي ګواښ له امله یې الوتکه بدله کړه.
ټرمپ خبریالانو ته وویل، دی له ډېرو ګواښونو سره مخ دی، خو د الوتکې د بدلولو په اړه یې ډېرې پوښتنې ونه کړې او د امنیتي ټیم خبرې یې ومنلې.
هغه زیاته کړه زه ډېر ګواښونه لرم چې تاسو یې په اړه نه پوهېږئ.
ټرمپ وویل چې په دې اړه اندېښمن نه دی او د خپل معمول چلند په بیانولو سره یې وویل رښتیا ووایم، زه د هېڅ شي په اړه اندېښنه نه کوم.
سرچینه : شرق نیوز

