د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د خزانې وزیر سکاټ بېسېنټ د ایران پر وړاندې د «اقتصادي ډيډې» عملیاتو په نوم د پراخو اقتصادي فشارونو نوی پړاو اعلان کړی دی.
د امریکا د خزانې وزارت د یادو عملیاتو په نوم د ایران اړوند شاوخوا ۶۰ کسانو، شرکتونو او بېړیو پر وړاندې نوي بندیزونه لګولي او هغو هېوادونو او شرکتونو ته یې خبرداری ورکړی چې له تهران سره مالي او سوداګریزې اړیکې لري.
واشنګټن ګواښ کړی چې د ایران له اقتصاد سره د اړیکو د دوام پرمهال به بهرني بنسټونه هم د امریکا مالي نظام له ستونزو سره مخ شي.
بېسېنټ ویلي، د امریکا هدف د ایران هغه مالي او سوداګریزې لارې پرې کول دي چې د دغه هېواد اقتصاد یې تر اوسه فعال ساتلی دی.
دا اقدام داسې مهال کېږي چې د امریکا او ایران جګړه له څو میاشتو وروسته لا هم د واشنګټن لپاره د تمې وړ پرېکړه کوونکې پایلې ته نه ده رسېدلې.
سرچینه : امید راډيو

