د کونړ ولایت مرکز اسداباد اړوندو سیمو میشت وګړي شکایت کوي او وايي د اوبو نشتون دي ته اړکړي چې خپلي سیمي پریږدي
سږ کال پدغه ولایت کې د وچ کالي کچه لوړه شوي او ډیری کورنۍ د څښاک لپاره پاکې اوبه نلري.
دوۍ له مسولینو غوښتنه کوي چې د اوبو رسولو په برخه کې دي ورسره مرسته وکړي
ماشومان په کوچنیو ځانونو له لریو رودونو او چینو څخه دځان او څارویو لپاره د څښاک اوبه راوړي
کونړ کې سږ کال د وچ کالۍ کچه د نورو کلونو په نسبت لوړه شوي او اوبه په ډیري خوارۍ موندل کیږي
د مرکز اسداباد اړوندو سیمو میشت اوسېدونکي له دغه چاري سره مخ دي
باراخیل هغه سیمه ده چې دمرکز اسداباد اړوند په ۱۲ کیلومترۍ کې موقیعیت لري.
ددغه سیمي اوسېدونکو د اوبو د نشتون د جدي ستونزي سره مخ دي
ددغه سیمو اوسېدونکو په خبره په څوځلي يي چارواکو ته ددغه ستونزي په اړه ویلي خو په دغه برخه کې ورسره همکاري نده شوي
دسیمي اوسيدونکي له حکومت او موسیسو څخه غوښتنه کوي چې د اوبو رسولو په برخه کې دې ورسره همکاري وکړي
ورته مهال د کونړ د کلیو بیارغوني او پراختیا ریاست مسولین وايي دوۍ په تیرکال کې د کونړ په یو شمیر لرو پرتو سیمو کې د موسیساتو په همکارۍ د اوبو رسولو سلګونه پروژي پلي کړي چې پرمټ يي زرګونه خلکو ته اسانتیاوې رامنځته شوې دي
دوۍ زیاتوي د راتلونکې کال لپاره يي هم د یو شمیر موسیساتو سره خبري کړي تر څو پاتي سیمو کې هم د اوبو رسولو په برخه کې خپل کارونه پیل کړي
وچ کالي هغه لوي ناورین دی چې د کونړ په ډیری سیمو کې ورسره خلک لاس او ګریوان دي
د نورو کلونو په نسبت سږ کال د اوبو کمښت ددي لامل شوی دی چې د کونړ د ډیری لریو پرتو سېمو اوسېدونکي د ځان او څارویو لپاره کافي اوبه نلري

