د امریکا مرستیال ولسمشر جيډي ونس ویلي، اسراییلو کې یو شمېر کړۍ هڅه کوي امریکا ایران سره په ناپایه جګړه کې ښکېله کړي.
ونس ویلي، دغه کړۍ د ټرمپ دولت د ډيپلوماټيکو هڅو د بریالیتوب مخنیوی کوي.
نوموړي په خپله تازه مرکه کې زیاته کړې، اسراییل په دې لټه کې دي چې د ایران پر ضد د امریکایانو عامه افکار له سولهییز سیاست څخه پوځي عملیاتو ته سوق کړي.
هغه د هغو آنلاین کمپاینونو په اړه اندېښنه څرګندهکړې چې د اسراییلو ملاتړ کوي او د جګړې د درولو په اړه د ټرمپ د ادارې پر وروستیو پرېکړو نیوکه کوي.
سرچینه : حریت

