د هند د بهرنیو چارو وزارت ویاند، راندهیر جایسوال، په خپله اېکس پاڼه لیکلي چې هند د بشردوستانه مرستو په لړ کې د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت ته کورنۍ خېمې سپارلې دي.
جایسوال ویلي، چې دغه مرستې د بېرته راستنېدونکو افغان کډوالو د مېشتېدو او بیاځواکمنېدو د ملاتړ په موخه برابرې او یاد وزارت ته سپارل شوې دي.
د هغه په وینا، دا اقدام له افغانانو سره د هند د بشردوستانه مرستو د دوام یوه برخه ده.
مسعود عربزی

