په امریکا کې د منځمهاله ټاکنو په درشل کې، د هرمز تنګي په اوبو کې پر بېړیو د ایران د سمندري ځواکونو بریدونه زیات شوي دي.
د بریتانیا د سمندري سوداګرۍ د عملیاتو سازمان تېره ورځ خبر ورکړی، چې په هرمز تنګي کې یوه کانټینري بېړۍ او یو نفتوړونکی ټانکر په نښه شوي دي.
له بلې خوا، د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ، چې له ایران سره د ترینګلتیا په منځ کې ښکېل دی، په الاسکا کې یوې وینا ته د خبرو پر مهال د ایران په اړه ګواښوونکی دریځ خپل کړی او ویلي یې دي، چې د دوی د زغم کاسه نوره ډکه شوې ده.
د امریکا ولسمشر ویلي انتظار وکړئ، چې وګورئ له ایران سره به څه وکړو.
سرچینه : شرق نیوز

