نیویارک ټایمز د سعودي عربستان په عملیاتو کې د پاکستان د هوايي ځواک د ښکېلتیا ادعا کړې
د نیویارک ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د پاکستان جنګي الوتکې د سعودي عربستان له لوري د یمن د حوثیانو پر ضد په هوايي بریدونو کې کارول کېږي؛ خو اسلاماباد دا ادعا رد کړې ده.
د ورځپاڼې په وینا، یوه پاکستاني پوځي چارواکي ویلي چې د دغه هېواد هوايي ځواک په عملیاتو کې ونډه لري او د پاکستان رول به تر ډېره د هوايي ملاتړ او د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د ګواښونو د مخنیوي پر هڅو متمرکز وي.
راپور همداراز د شاوخوا اته زره پاکستاني سرتېرو سعودي عربستان ته د استولو یادونه کړې، خو د پاکستان د اطلاعاتو وزارت دغه راپور «جعلي او له ځانه جوړ شوی» بللی دی.
دا راپور داسې مهال خپور شوی چې سعودي عربستان د حوثیانو له لوري پر ریاض او ابها هوايي ډګرونو د توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو د بریدونو خبر ورکړی دی.
د سعودي چارواکو په وینا، په دغو بریدونو کې درې کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.
سرچينه: شرق نيوز

