د نیوزیلینډ د بهرنیو چارو وزیر وینسټن پیټرز ویلي چې دغه هېواد خپلې خاورې ته د اسراییلي ناقانونه ښارګوټو د درېیو توندلارو اوسېدونکو پر ورتګ بندیز لګولی دی
د نوموړي په وینا دغو کسانو په اشغال شوې لوېدیځه غاړه کې د ناقانونه ښارګوټو د پراختیا لپاره فعاله هڅې کړې او د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره یې له تاوتریخوالي هم کار اخیستی دی
پیټرز ټینګار کړی چې د یادو کسانو کړنې د سولې او امنیت لپاره ګواښ بلل کېږي او سیمه لا ډېره د کړکېچ پر لور بیایي
هغه زیاته کړې چې نیوزیلینډ د هغو فعالیتونو مخالفت کوي چې د منځني ختیځ د سولې بهیر زیانمنوي او سیمهییز ثبات له خطر سره مخ کوي

