د ننګرهار شهيدانو او معلولينو چارو ریاست تر چتر لاندې کامې ولسوالۍ کې، LIFE مؤسسې له لوري او د KRC مؤسسې په تخنيکي همکارۍ ۵۰۰ بې سرپرسته کورنيو سره د ۳ ميليونه او ۱۵۰ زره افغانيو په ارزښت د خوراکي توکو مرسته وشوه.
د اقتصاد رئيس مولوي جان محمد حامد چې د يادې مرستې پر مهال حضور درلود وويل، هرې کورنۍ ته د ۶۳۰۰ افغانيو په ارزښت ۵۰ کيلو اوړه، ۲۴.۵ کيلو وړې وريجې، ۵ لېتره غوړي، ۷ کيلو دال، ۷ کيلو سوژي اوړه، ۵ کيلو مکروني، شين چای، مالګه او وينځونکي توکي ورکړل شول.
نوموړي په مرستندويه ادارو غږ وکړ چې د طبيعي پېښو، راستنېدونکو، داخلي بې ځايه شوو او نورو بېوزله کورنيو سره د شفافيت له مخې اړينې مرستې وکړي.

