د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار د نهمې ناحيې اړوند په کابل کمپ سیمه کې د «خیال نوښت» په نوم نوې سیمه ییزه راډیو په ۹۲.۱ څپو خپرونې پیل کړې.
د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور رئیس مولوي ذبیح الله نوراني د راډیو له خپرنیز مرکز څخه د لیدنې پر مهال وویل، رسنۍ د عامه پوهاوي، معلوماتو رسولو او د خلکو د ستونزو او غوښتنو د انعکاس مهمه وسیله ده او باید خپرونې د مسلکي معیارونو او اسلامي او ملي ارزښتونو په پام کې نیولو سره وړاندې کړي.
د اطلاعاتو آمر مولوي صدیق الله قریشي وویل، اوس مهال په ننګرهار کې د ملي راډیو ټلوېزیون ترڅنګ ۱۷ راډیوګانې، څلور تلويزيونونه او درې چاپي رسنۍ فعالیت کوي.
د راډيو مسوول خيال نور حيران خپرونو په اړه معلومات وړاندې کړل او زياته يې کړه چې د نافذه قوانينو له مخې به په مؤثر ډول خپل فعالیت ته دوام ورکړي.
سرچینه : د ننګرهار رسنیو دفتر

