د ننګرهار ولایت په دريو ولسواليو کې د تېرې ورځې سخت طوفان ، ورښت او سیلابونو له امله يو تن شهید او د څارويو په ګډون يې د هستوګنو کورونه ، کرنیزه ځمکې ، پلونه ، پلچکونه او ویالي ویجاړې کړي دي.
په زیانمنۍ شوې ولسوالۍ دره نور کې زیانمن شوي له حکومته د زیانمنو سره د مرستې ورانو شویو ځایونو د بیارغوني او د سیلاب څخه د خونديتوب په موخه د اسنتادي دیوالونو د جوړیدو غوښتنه کوي.
د ننګرهار طبیعي پېښو پروړاندې د چمتوالي ادارې مسوولین وايي د هسکه مینه کې يو تنکی دیارلس کلن ماشوم د سیلاب اوبو وړی چې شهید شوی او د دغې ولسوالۍ په ګډون په پچیراګام او دره نور ولسوالۍ کې بیا پلونه ، ویالې ، پلچکونه او سربندونه ویحاړ شوې او په سلګونه جریبه کرنیزه ځمکو ولاړ فصلونه له منځه تللي دي.
د سیلابونو له امله زیانمن شوي بیا له حکومته د ورانو شیو ویالو ، پلونو ، پلچکونه ، سربندونو او د سیلابونو څخه د خونديتوب په موخه د استنادي دیوالونو د جوړیدو غوښتنه کوي.
بلخوا کونړ کې هم بیا سختو سیلابونو سړکونه ، سربندونه ، کرنیزه ځمکې ، هټۍ هم ويجاړې کړي دي.
د دغه ولایت د اطلاعات او کلتور ریاست مسوولین وايي چې د ډيرې زیان د چپې درې اوسیدونکو ته اوښتي او دنيګاه سیمه کې بیا درې موټرې وړي او د دغه ولایت په یو شمیرسیمو کې يې لسګونه کورونه هم تخریب کړي دي
.
راپور : سباوون ساحل

